د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

ډنفورډ: افغان حکومت پر خپل ۷۰٪ قلمرو حاکمیت لري


د امریکا د پوځ لوی درستیز وايي، افغان ځواکونه اوس مهال د افغانستان د خاورې په سلو کې پر اویا سلنه برخه ولکه لري.

جنرال جوزف ډنفورډ د سنا د وسله والو خدماتو کمېټې ته د وینا پرمهال همداراز یادونه وکړه چې وسله وال طالبان د دې هېواد د قلمرو له درېیو پر یوې برخې ولکه لري.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ
د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ

ډنفورډ د افغانستان د جګړې د روان حالت د ارزونې په ترڅ کې وویل، افغان ځواکونه او وسله وال مخالفین دواړه د خپلې ولکې لاندې سیمو کې په ولاړ حالت کې دي، خو یادونه یې وکړه چې که افغان ځواکونه د امریکا او د امریکا د متحدانو له خوا دوامدارې مرستې او ملاتړ ترلاسه کړي، نو ښايي وکولای شي د خپل هېواد امنیت ټینګ کړي.

ډنفورډ وویل، افغان ملي امنیتي ځواکونه لاهم د پوځ په ځینو مهمو صنفونو لکه د هوايي ځواک، د ځانګړو عملیاتو او استخباراتو په برخو کې هغه وړتیا نه لري چې باید درلودای یې نو ځکه د نوموړي په وینا دولتي سرتېرو ته له وسله والو مخالفینو سره په جګړو کې زیات تلفات اوښتي، هومره چې د امریکا لپاره د منلو وړ نه دي.

جنرال ډنفورډ د افغان ځواکونو د تلفاتو دقیق شمېر ونه ښود.

خو د افغانستان دفاع وزارت دا ادعا ردوي، د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت له اتو ولسوالیو پرته د هېواد د قلمرو پر زیاته برخه ولکه لري.

وزیري: افغان حکومت د هېواد د قلمرو پر زیاته برخه ولکه لري.
وزیري: افغان حکومت د هېواد د قلمرو پر زیاته برخه ولکه لري.

هغه زیاته کړه:

کټ وزیری

"د افغانستان د نږدې څلورسوه ولسوالیو اته د مخالفینو په لاس کې دي، یوڅو ولسوالۍ له لوړ تهدید لاندې دي او په ځینو کې متوسط تهدید دی، زه ویلای شم چې په ټول افغانستان کې دولتي حاکمیت ټینګ دی، په هغو کلیو کې چې خلک اوسېږي موږ نشو ویلای چې د طالبانو په لاس کې دي ځکه په هرکلي کې زموږ ځواکونه نشته، خو د دې معنی دا نه ده چې هغه د طالبانو په ولکه کې دي، که کله وغواړو زموږ ځواکونه په ازادانه ډول هلته تللی شي."

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان وسله والو مخالفینو د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپلو حملو ته زور ورکړی.

په تېرو څو میاشتو کې په هلمند، ارزګان، کندز او نورو ولایتونو کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو او ننګرهار او شاوخوا سیمو کې یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش حملې شنډې کړې چې په دې ترڅ کې، هم مخالفینو او هم دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته درانه تلفات واوښتل.

د سي. ای. اې او سپینې ماڼۍ پخوانی مقام بروس ریډل د چارواکو له خوا دا اعتراف چې د افغانستان د قلمرو په سلو کې دیرش برخه د طالبانو په ولکه کې ده، وروونکې بولي.

ریډل که څه هم په دې نظر دی چې دا رقم ښايي یوڅه له مبالغې ډک وي، خو هغه ټینګار کوي چې په هرصورت د هغو ستونزو څرګندونه کوي چې امریکا په افغانستان کې ورسره مخامخ ده.

XS
SM
MD
LG