د لاسرسي لېنکونه

د متحده ایالاتو د کانګریس کتابتون ۱۶۳ زره تاریخي اسناد،کتابونه، او نور لرغوني خطي نسخې د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت ته سپارلي دي.

دا تاریخي اسناد او لرغوني اثار د افغانستان د تاریخ له ۱۳ لسیزې تر نویمي لسیزې دورې پورې اړه لري.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبد الباري جهاني ویلي چې دا اسناد به د عامه کتابتون،د کابل،قندهار او د کابل د امریکايې پوهنتون او ملي ارشیف په ګډون د افغانستان په لسو کتابتونونو او ادارو کې کېښودل شي.

په دې لرغون اثارو کې کتابونه،خطي نسخې،انځورونه،او نقشې شامل دي.

XS
SM
MD
LG