د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان ددفاع وزارت وايي، د افغان هوايي او مځکنیو ځواکونو په تازه تهاجمي عملیاتو کې د ۱۱ داعشیانو په ګډون ۶۹ وسله وال وژل شوي دي.

ددفاع د وزارت اعلامیه وايي، دا عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کندهار، جوزجان، تخار، کندز، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې شوي دي.

اعلامیه وايي، په دې عملیاتو کې د افغان پوځ توپچي ځواک هم برخه اخستې ده.

د دولت وسله والو مخالفانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG