د لاسرسي لېنکونه

د روسي پوځيانو يوه ډله له پاکستانيو پوځيانو سره د ګډو پوځي تمرينونو لپاره د لومړي ځل لپاره پاکستان ته رسېدلې ده.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر جنرال عاصم سليم باجوه د جمعې په ورځ پر خپلې ټويټر پاڼې پاکستان ته د روسي پوځيانو د رسېدلو پخلى کړى او ليکلي يې دي:

"د روس د ځمکنيو پوځيانو دا ډله به په پاکستان کې دوه اوونۍ پاتې شي او له پاکستانيو پوځيانو سره به ګډ پوځي تمريناتو کې برخه واخلي."

دا په ١٩٤٧میلادي کال کې د پاکستان تر جوړېدو وروسته لومړى ځل دى چې روسي پوځيان دغه هېواد ته ځي او په ګډو پوځي تمرينونو کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG