د لاسرسي لېنکونه

د ملکرو ملتونو سازمان د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه سازمان بشري مرستې چې حلب ته نږدې د مرستو په یوه کاروان د برید له امله ځنډیدلې وې، بېرته پیل شوې.

په سوریه کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي په وینا باید د پنجشنبې په ورځ د مرستې لومړنی کاروان دمشق ته نږدې هغې سیمې ته رسېدلی وي چې محاصره کې ده.

دغه مقام د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې په دې کاروان کې طبي مرستې ځای شوي دي.

څه ناڅه شپږ ورځې مخکې کله چې حلب ته نږدې د مرستو کاروان تر برید لاندې نیول شوی وو، د ملګرو ملتونو سازمان د خپلو مرستو لېږل وځنډول.

په هغه برید کې شل تنه او له هغو ډلې د نړیوال سره صلیب یو تن ووژل شول او اتلس تنه ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG