د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

د افغان ځوانانو مؤسسې هدف، له جوړو شویو تیاترونو څه دی؟


د کابل زرنګار پارک کې په نوي عصر کې د افغان ځوانانو مؤسسې "دختران تیاتري سفیران برابري" په نوم تیاتر نندارې ته وړاندې کړ.

دا چې د "دختران تیاتري سفیران برابري" مؤسسې هدف له دغه تیاترونو څخه څه دی؟

په اړه‌يې د دغې مؤسسې یوه مسؤله زهرا سپهر وايي:

"هدف همدا دی چې موږ وښيو افغان مېرمنې کولای شي د بېلابېلو تګ‌لارو سره د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي او یو له دغو تګ‌لارو نه چې نوی افغانستان کې رامنځته شوی هغه د نجونو له‌خوا د سړکونو پر سر د تیاتر ترسره کول دی."

دغې مؤسسه کې شاوخوا ۹ نجونې کار کوي.

په ورته وخت کې د ټولنیزو چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د مېرمنو لپاره ورته پروګرامونه ګټور دي او باید د عامه پوهاوي په برخه کې دا شان پروګرامونه نور هم زیات شي.

د کورني تاوتریخوالي په اړه کابل کې تیاتر ترسره شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

د ټولنیزو چارو کارپوه رضا خان باوري په دې اړه وايي:

"دا زما په نظر ډېر نیک اقدام دی، ځکه چې زموږ په ټولنو کې مېرمنو ته هېڅ حق نه‌ورکول کېږي، دغه مؤسسه کولای شي د ورته تیاترونو له لارې زموږ هغه غیر افغاني او غیر اسلامي رواجونه چې زموږ په ښارونو کې دي، هغه له‌منځه یوسي."

په نوي عصر کې د افغان ځوانانو مؤسسې مسؤلان وايي، دوی په پام کې لري چې په راتلونکي کې ورته پروګرامونه د هېواد بېلابېلو ښارونو ته هم وغځوي تر څو مېرمنې په بېلابېلو برخو کې له خپلو حقونو نه باخبرې شي.

دوی وايي، نجونې دا وړتیا لري چې د افغانستان د سولې، امنیت، سیاست، اقتصاد او په یو شمېر نورو مهمو برخو کې د تیاتر له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG