د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

د امریکا شمالي کارولینا ایالت کې تشدد تېره شپه هم روان وو


د امریکا د شمالي کارولینا ایالت په لوی ښار شارلوت کې تشدد پرون د دوهمې ورځې لپاره هم دوام وکړ.

مظاهره‎چیان د یوه پولیس په ډزو د یوه تور پوستي د وژل کېدو د پېښې پر ضد د اعتراض په توګه له پولیسو سره ونښتل.

د شمالي کارولینا والي پت مک کروري په شارلوت ښار کې بیړنی حالت اعلان کړی او د ملي ګارد سرتېرو ته‌یې دنده سپارلې چې د امنیت د بیا ټینګولو له هڅو سره مرسته وکړي.

دې پېښې چې د سې شنبې په ورځ وشوه د امریکا په ځینو ښارونو کې خلک په غوسه کړي او د نژادي مسایلو، بې‌وزلۍ او د پولیسو د کړو وړو په اړه‌یې بحثونه پارولي دي.

د شارلوت مرکز کې د تېرې شپې په مظاهرو کې پولیسو د قهرجنو اعتراض کوونکو د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او نورو وسایلو کار واخیست چې په ترڅ کې یې یو تن سخت ټپي شو.

پولیس وايي، ۴۳ کلن کیت سکات چې د سې شنبې په ورځ د پولیسو په ډزو ووژل شو وسله لرله او د پولیسو له امر یې سرغړونه کړې وه خو د سکاټ کورنۍ وایي، د هغه په لاس کې وسله نه بلکې کتاب و.

د سکات خور وايي:

"پولیسو له خپل ټرکه ټوپ کړل، غږ یې وکړ لاسونه پورته کړه او ویل یې چې هغه وسله لري، هغه وسله لري او بیا یې ډزې وکړې. بس همدومره. خو هغه وسله نه‌درلوده."

له پروني تشدده یوه ورځ مخکې لږ تر لږه ۱۶ تنه پولیس هغه مهال ټپیان شول چې د بلوا ضد پولیس له مظاهره‎چیانو سره ونښتل.

اعتراض کوونکو پولیس په ډبرو ویشتل، اورونه‌یې بل کړل او د لنډې مودې لپاره‌یې لویه لاره بنده کړه.

د پولیسو له‎خوا د تور پوستانو د وژنې وروستیو پېښو په امریکا کې د قانون د تنفیذ په ځواکونو کې د نژادي توپیر د مسئلې په اړه پوښتنې رابرسېره کړي.

دې پېښو د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو په درشل کې په ملي کچه بحثونه هم پارولي دي.

د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډيموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلېنټن پرون وویل، د تور پوستانو د وژنو دوام د منلو وړ نه‌دی.

د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډيموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلېنټن
د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډيموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلېنټن

مېرمن کلېنټن چې د فلوریډا ایالت په اورلانډو ښار کې خبرې کولې وویل:

"د پولیسو له‎خوا د وژل شویو افریقايي‌الاصله امریکایانو په لېست کې د دوو نورو کسانو نومونه هم زیات شول. دا د زغم وړ نه‌ده او باید نه‌وي."

په تولسا او اوکلاهوما ښارونو کې هم ورته مظاهرې تېره اوونۍ د هغې وېډیو له خپرېدو وروسته پیل شوې چې یو پولیس افسر د یوه تور پوستي د وژلو په حال کې ښيي.

په وېډیو کې ښکاري چې تور پوستي خپل لاسونه جګ کړي او وسله نه‎لري.

XS
SM
MD
LG