د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

د ۱۹کلنو افغان کرکټ لوبډله اسیایي سیالیو ته چمتووالی نیسي


د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلین وایي، د ۱۹ کلنو لوبغاړو ټیم د اسیایي سیالیو لپاره په تمریناتي کمپ کې چمتووالی نیسي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته وویل چې دغه چمتووالی یوه ورځ مخکې پیل شو او د ۲۵ لوبغاړو څخه به ۱۶ غوره لوبغاړي د ملي ټیم لپاره انتخاب شي.

د نوموړي په خبره د افغانستان د ۱۹کلنو لوبغاړو ملي ټیم به له دغو تمریناتو وروسته د اسیا جام سیالیو په لړ کې له هند، بنګله‎دېش او سریلانکا سره سیالۍ وکړي.

XS
SM
MD
LG