د لاسرسي لېنکونه

د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د انارو یو شمېر بڼ‎وال او سوداګر شکایت کوي چې د افغانستان او پاکستان وروستیو سیاسي کړکېچونو یې د انارو په سوداګرۍ بده اغېزه کړې ده.

دوی وايي، تر دې وړاندې پاکستان کې دغه انار لس کېلو په اته ویشت سوه پاکستانیو کالدارو پلورل کېدل، خو اوس‌يې قیمت پنځلس سوه پاکستانیو کالدارو ته راټیټ شوی دی.

د تګاب ولسوالۍ یو تن سوداګر حاجي صبغت‌الله صافي ازادي راډیو ته وویل چې له دغو سیاسي کړکېچونو مخکې له دوی نه د یو کېلو انارو په سر څلور، خو اوس ترې د کېلو په سر ۹ کلدارې ټکس اخیستل کېږي چې له امله‌يې بڼ‎والو او سوداګرو ته زیات مالي زیان اوړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین بڼ‎والو او سوداګرو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د دوی تازه مېوو ته د هوا له لارې نورو هېوادونو ته د انتقال زمینه برابره شي او په دې اړه‌يې له افغان حکومت سره خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG