د لاسرسي لېنکونه

سږ کال د نورو کلونو په پرتله په افغاني صادراتو کې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل، سږ کال د نورو په پرتله په بهرنیو هېوادونو کې د افغاني تولیداتو تقاضا ډېره شوې چې له امله‌یې افغاني صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د ښاغلي پسرلي په وینا، په دې وروستیو کې د ځینو بهرنیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د تړونونو لاسیک کېدل د دې لامل شو چې په افغاني صادراتو کې زیاتوالی راشي.

د نوموړي په خبره، د صادراتو په زیاتوالي سره به کورني تولیدات لاپیاوړي شي چې له مخې به‌یې ډېرو بې‌روزګارو خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG