د لاسرسي لېنکونه

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت وايي چې مسکو ته نېږدې یې یوه هلیکوپټره لوېدلې او درې پیلوټان‌یې مړه شوي دي.

د دې وزارت چارواکي وايي، «مې اته» هلیکوپټرې پرون په داسې حال کې سقوط وکړ چې عمله‌یې د ټرېنېنګ په حال کې وه.

رسنیو د روسیې د هوايي چلند ادارې د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې تېره شپه د دې هلیکوپټرې له ټوټو څخه د الوتنو د ثبت وسیلې ترلاسه شوي او د څېړنې لپاره استول شوي دي.

له «مې اته» هلیکوپټرو څخه په روسیه او د پخواني شوروي په نورو جمهوریتونو کې د پوځي او ملکي اهدافو لپاره کار اخیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG