د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د همبستګۍ ګوند لسګونو غړو او یو شمېر مدني فعالانو نن په کابل کې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د تړون پر خلاف لاریون وکړ.

دوی د دغه لاریون پر مهال د تندو شعارونو په ورکولو سره وویل چې دوی د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب ته د امتیازاتو له ورکولو او قضایې مصونیت سره مخالف دي.

دوی د عادلانه پروسې او د ټولو جنګي جنایتکارانو له محاکمې پرته په افغانستان کې د سولې روانه پروسه نیمګړې بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې تړون له نهایي کېدو وروسته نن لاسلیک شو.

XS
SM
MD
LG