د لاسرسي لېنکونه

امریکایي چارواکي وایي، پوځ د هغه توغندي په اړه څېړنه کوي چې پرون په عراق کې د امریکا یوې اډې ته نېږدې ولګېد او ښایي زهرجن ګازیې لرل.

دغه توغندی چې د قیارا لوېدیځ هوایي اډې څو سوه متره لیرې لګېدلی، چاته‌یې زیان نه‌دی رسولی.

چارواکو وویل، امریکایي سرتېرو د توغندي ټوټې څېړلي او لومړنیو ازموینو کې د زهرجن ګازو نښې لیدل شوې وې خو په دوهمه آزموینه کې څه نه‌و.

چارواکو دغه‌راز وویل، د دغه توغندي ټوټې د نورو ازموینو لپاره لابراتوار ته استول شوي دي.

ویل کېږي د اسلامي دولت ډلې یا داعش چې د عراق پر ځینو سیمو کنټرول لري، هڅه کړې چې کیمیاوي وسلې تولید کړي.

XS
SM
MD
LG