د لاسرسي لېنکونه

د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو پر مسکو انتقاد وکړ چې د اوکراین په ختیځ کې د روانو شخړو اصلي لارښود او مهم برخه‎وال دی.

پوروشینکو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې وویل، روسیه ترورېستي ډلو ته پیسې ورکوي او ملاتړ یې کوي.

هغو ډلو ته چې د ده په وینا د اوکراین د بچیانو پر ضد یې بې‌شمېره جنایتونه کړي دي.

په اوکراین کې د ۲۰۱۴ میلادي کال له اپریل راپه دې‌خوا د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو او حکومتي ځواکونو تر منځ تر اوسه تر نهه زره او شپږ سوه ډېر کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG