د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

افغان کرکټ لوبډلې لپاره ۳ نوي کسان انتخاب شوي


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لپاره چې د بنګله‎دېش په وړاندې به درې یو ورځنۍ لوبې کوي، درې نوي کسان انتخاب شوي دي.

احسان‌الله، کریم جنت او نویدالحق هغه درې لوبغاړي دي چې د یو شمېر تجربه کاره لوبغاړو ځای یې نیولی دی.

د کرکټ بورډ لومړي مرستیال عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې روزونکی او د لوبډلې مشر غواړي د داسې نړیوالې سیالۍ لپاره لوبغاړي غوره کړي، مسؤلیت د دوی دی. دوی وایي چې موږ دغسې یو ټیم مناسب ګڼو، اوس به وګورو چې نتیجه څرنګه راوځي."

افغان لوبغاړي د چهارشنبې په ورځ بنګله‎دېش ته ورسېدل او د بنګله‎دېش له ملي ټیم سره به لومړۍ لوبه د یکشنبې په ورځ په ډاکه کې وکړي.

دوهمه لوبه د چهارشنبې په ورځ او درېیمه یوه د تلې په لسمه ده.

XS
SM
MD
LG