د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د شمالي کارولینا په لوی ښار کې د دوهمې شپې لپاره شخړې وروسته له هغې پیل شوې چې د یوه پولیس له‎خوا په ډزو د یوه تور پوستي د وژل کېدو د پېښې پر ضد مظاهره کوونکي له پولیسو سره ونښتل.

دغه پېښه چې د سې شنبې په ورځ د شمالي کارولینا په چارلوټ کې رامنځته شوې، د امریکا په یو شمېر ښارونو کې یې د خلکو غُصه راپارولې او د نژاد، بې‌وزلۍ او د پولیسو د کړو وړو په اړه‌یې بحثونه راپورته کړي دي.

د دې ښار په مرکزي برخه کې د تېرې شپې په قهرجنو مظاهرو کې یو تن په ډزو سخت ټپي شوی دی.

پولیسو په سلګونو مظاهره‎چیانو د خورولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز او فلش بمونو کار واخیست چې مؤثریت‌يې نه‌درلود.

تر دې یوه ورځ مخکې لږ تر لږه ۱۶ پولیس هغه مهال ټپیان شول چې د بلوا ضد پولیس له هغو مظاهره‌چیانو سره ونښتل چې دوی یې په ډبرو ویشتل، اورونه‌یې بل کړي و او نورو ښارونو ته غځېدلې لویه لاره‌یې د لنډې مودې لپاره تړلې وه.

پولیسو وویل، ۴۳ کلن کیت سکات چې د تېرې سې شنبې په ورځ ووژل شو، هغه وسله درلوده او د پولیسو امر ته‌یې غاړه نه‌وه ایښې.

خو د سکاټ کورنۍ وایي چې هغه وسله نه بلکه کتاب نیولی و.

ورته مظاهرې په تولسا او اوکلاهاما کې وروسته له هغې پیل شوې چې د پولیسو یو افسر د تېرې اوونۍ د ډزو په ارتباط په یوه وېډیو کې ښکاري چې یو بې وسلې تور پوستی چې لاسونه‌یې خلاص نیولي او ښکاري چې څه نه‌لري، په ډزو وژني.

XS
SM
MD
LG