نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د جګړې له پیلیدو ۱۵ کاله وروسته امریکایان غوره ګڼي چې په اړه یې خبرې ونهکړي، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي:
په امریکا کې د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې هېڅ یو لوری د افغانستان د جګړې په اړه خبرې نه کوي او داسې احساسیږي چې جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو په یوه نا لیکلي توافق سلا کړې چې دواړه لوري به د افغانستان د جګړې خبره په خوله نه راوړي.
د نیویارک ټایمز په وینا ان تر دې چې د دواړو ګوندونو په انتخاباتي سیالیو کې په اعتراضونو او تودو سیاسي بحثونو کې هېڅ یو لوری لېواله نهدی چې د هغې جګړې خبره وکړي چې تر اوسه پرې د امریکا په سلګونو میلیارډ ډالره لګېږي او د سرتېرو ژوند یې اخلي.
نیویارک ټایمز لیکي:
د افغانستان جګړه ښایي د رایې ورکوونکو لپاره نوره په زړه پورې نه وي او هغوی ښایي نور له دې پوښتنې چې بالاخره دغه ماموریت به کله پای ته رسېږي، ستړې شوې وي.
د نیویارک ټایمز په لیکنه پر دې سربېره د دواړو ګوندونو کاندیدان هم نه غواړي چې په خپلو انتخاباتي منډو ترړو کې د دغه بحران د هواري لپاره داسې وړاندیزونه وکړي چې وروسته یې عملي نهشي کړلای.
هېڅ یو کاندید هم له دغه ګډوډ حالت څخه د وتلو لپاره حل لاره نه لري او دا هم نهشي ویلای چې که امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، نتیجه به یې څه وي.
لانګ وار ژورنال:
لانګ وار ژورنال خپرونې په زابل کې ولایت کې د القاعده د یوه مرکز په لهمنځه وړلو تمرکز کړی او د مطلب په یوه برخه کې لیکي:
د افغانستان د ملي امنیت ادارې پر دې مرکز په حمله کې پنځه پاکستاني تروریستان ووژل.
د خپرونې په وینا له دې مخکې امریکايي ځواکونو د القاعده یو مرکز د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې کشف کړی و چې پر هغه د حملې په ترڅ کې د القاعده یو مهم مشر ابوخلیل السوډاني وژل شوی و.
لانګ وار ژورنال وړاندې په عملیاتو کې د القاعده د یوې بلې څانګې د لهمنځه وړلو خبره هم کوي چې په ترڅ کې یې د پاکستان د پخواني صدراعظم زوی علي حیدرګیلاني د تروریستانو له منګولو وژغورل شو.
ګیلاني ویلي چې دی پنجابي تروریستانو تښتولی او افغانستان ته یې وړی و.
خپرونه لیکي:
د القاعده پریوه بل مرکز، د کندهارپه شورابک کې هم عملیات ترسره شول چې ان په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پخوانی قومندان جنرال جان کېمپبل هم په سیمه کې له دغسې یوه مرکزه خبر نه درلود.
د خپرونې په لیکنه که څه هم امریکایي چارواکي وايي چې په افغانستان کې یې القاعده لهمنځه وړې او په دې هېواد کې د دغې شبکې د غړیو شمېر به د پنځوسواو سلو ترمنځ وي خو په دې وروستیو کې یوه امریکایي چارواکي ویلي چې یوازې په یوه کمپ کې د القاعده له یونیم سل زیات سخت دریځي موجود و او په افغانستان کې یې ښایي د غړیو شمېر له درې سوو هم زیات وي.