د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د چهارشنبې په ورځ د درې تنو قومندانانو په ګډون دوه دېرش تنه وسله‎وال طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شوي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دغو کسانو د دې ولایت په ګوشتې، غني‌خېلو، نازیانو او تورخم-جلال‌اباد پر لویه لاره د حکومت ضد تخریبي کړنې ترسره کولې چې د ملي امنیت کارکوونکو په هلو ځلو د سولې پروسې سره یوځای شول او خپلې وسلې يې د ډایاک پروګرام ته وسپارلې.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې په روان کې کال کې څه د پاسه دوه سوه تنه د دولت وسله‎وال مخالفين د سولې پروسې له بهير سره یوځای شوي دي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه د خپلو ملګرو په اړه چې د سولې پروسې سره یوځای شوي تر دې دمه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG