د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د ترک تبارانو ټولنې له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره سیاسي پرېکون اعلان کړ.

د دې ټولنې غړو نن په کابل کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه پرېکون‌یې د ملي ګټو لپاره کړی دی.

د کانونو او پټرولیم پخوانی وزیر او د ترک تبارانو د ټولنې د رهبرۍ شورا غړی وحیدالله شهراني وايي چې دوی د انتخاباتو پر مهال له ښاغلي عبدالله څخه ملاتړ کړی وو خو نوموړی د هغه مهال یوه ژمنه هم پوره نه‌کړه.

ښاغلي شهراني زیاته کړه:

"زموږ د ټولېدو هدف دا دی چې نن موږ د ځینو دلایلو له کبله چې هر یو به‌یې تاسو ته تشرېح کړو له ډاکټر عبدالله عبدالله سره خپل پرېکون اعلان کړو."

د اجرائیه ریاست مطبوعاتي دفتر وایي چې په دې اړه به وروسته نظر څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG