افغانستان باید نور د سیمې استخباراتو د ګټو قرباني نهشي او ملګري ملتونه باید د افغانانو غوښتنو ته ورسېږي.
د افغانستان ولسي جرګې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان د ستونزو په اړه د قاطع پرېکړو لپاره د نړۍ مشرانو ته د هیلې سترګې نیولي دي.
د دې جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویل چې افغانان د قربانیو له ورکولو ستړي شوي او د دې وخت راغلی چې نړۍ د سیمې د استخباراتو په وړاندې چې د ده په وینا په افغانستان کې یې د جګړو اور بل ساتلی لاس په کار شي.
ښاغلي ابراهیمي د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې له افغانانو سره همغږي شي.
دی وايي:
"د دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره چې د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په تالار کې راغونډ شوي، د ملي یووالي حکومت له مشرانو غواړو چې د جنګ ځپلو او دردېدونکو افغانانو فریاد د دوی تر غوږونو ورسوي چې دا هېواد د سیمې د استخباراتو د ګټو قرباني ګرځېدلی دی."
د افغانستان ولسي جرګه داسې مهال د سیمې د ځينو هېوادونو په وړاندې د نړۍ د جدي اقدام غوښتنه کوي چې له دې وړاندې دې جرګې د ملګرو ملتونو په غونډو کې د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت د قاطع دریځ په نهدرلودو هم انتقادونه کړي دي.
دې پرلهپسې انتقادونو، څه موده وړاندې د جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینهپال ازادي راډیو ته ویلي چې افغان حکومت په ملګرو ملتونو کې خپل ځانګړي استازي ته دا وظیفه سپارلې چې دې شورا ته د پاکستان پر ضد شکایت مطرح کړي.
دوا خان مینهپال اوس وايي چې د دې هېوادونو په وړاندې د افغانستان پالېسي روښانه ده او د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش به د ملګرو ملتونو سږنۍ غونډې ته د افغان حکومت دریځ لازیات روښانه کړي.
ښاغلي مینهپال زیاته کړه:
"له شک پرته نړۍ اوس افغانستان درک کړی او له دې هېواد سره همغږی دی او د افغانستان هرې غوښتنې ته لبیک وايي، تاسې ولیدل چې د نړۍ مشرانو د وارسا غونډه کې له افغانستانه دفاع وکړه او باید ووایم چې د ولسمشر دوهم مرستیال د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان موقف روښانه کوي."
ښاغلی مینهپال ټينګار کوي چې نړیواله ټولنه اوس د افغانستان تر څنګ ده او له دې هېواده ملاتړ کوي.
خو دا چې د نړۍ مشران به د افغانستان د ولسي جرګې او افغان حکومت غوښتنو ته څه ځانګړی ځواب ولري تر اوسه روښانه نهده.
له دې ټولو سره سره د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي د ملګرو ملتونو سږنۍ غونډه د افغانستان لپاره یو ښه فرصت بولي، ټینګار کوي چې افغان حکومت باید دا فرصت د اقتصادي او امنیتي ستونزو د مهارولو او د پاکستان دسیسو په وړاندې د قاطع تصمیم په برخو کې له لاسه ورنهکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ