د لاسرسي لېنکونه

په غور ولایت کې پسابند ولسوالۍ ته غځېدلې لار له څلورو کلونو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې خلاصه شوه.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې پسابند ولسوالۍ ته د غځېدلې لارې په پرانیستو سره تازه دمي امنیتي ځواکونه دغه ولسوالۍ ته رسېدلي دي.

د ښاغلي خطیبي په وینا په پسابند کې د «ظفر ۳۲» تر نامه لاندې د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات هم روان دي څو دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه له وسله‎والو مخالفینو پاکه شي.

XS
SM
MD
LG