د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن چهارشنبه له هنده د بنګلهدېش په لور پرواز وکړي.
د بنګلهدېش د کرکټ بورډ په وینا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د پنجشنبې په ورځ، د دې هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د بنګلهدېش د کرکټ له ډلې "ټایګرس" سره دوستانه لوبه وکړي.
خو دواړه خواوې د سېپټمبر په ۲۵ او ۲۸مه او د اکټوبر په لومړۍ درې مسابقې لري.
د بنګلهدېش کرکټ بورډ وايي دا مسابقې یې د دې لپاره پلان کړې چې په انګلستان کې د کرکټ سیالیو ته خپل ټیم ۱۰۰ په ۱۰۰ کې چمتو کړي.