د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان ولسمشر پرون سې شنبې د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د هندي پوځیانو پر یوه مرکز وروستۍ حمله‌یې وغندله.

د هند چاپ ورځپاڼې "هندو" په حواله، ولسمشر غني د ترورېزم ضد مبارزه کې یو وار بیا له هند سره د خپل هېواد پر ملګرتیا ټینګار کړی دی.

وسله‎والو کسانو چې درنې وسلې ورسره وې، د یکشنبې په ورځ د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د هند د پوځ پر یوه مرکز حمله وکړه چې ۱۸ عسکر په‎کې ووژل شوو.

XS
SM
MD
LG