د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

ارزګان کې افغان پولیسو پر پوستې حملې په اړه نړېوالې تبصرې


یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو ارزګان کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې د افغان پولیسو پر وژل کېدو لیکنې خپرې کړې دي.

له بریتانیا خپریدونکې ګارډین ورځپاڼې ویلي، پر افغان پولیسو دا برید په داسې حال کې شوی چې امریکايي هوايي ځواک غواړي ارزګان کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي او دغلته د وسله‎والو طالبانو پر مرکزونو بریدونه ترسره کړي.

د ورځپاڼې په وینا د افغان پولیسو پوسته ځکه په تېروتنه په نښه شوې چې له همدې سیمې پر افغان او امریکايي ځواکونو ډزې شوي او په جګړه کې داسې پېښې کله ناکله رامنځ ته کېږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د یو امریکايي پوځي چارواکې له خولې ویلي، افغان او امریکايي ځواکونو حق لري چې له ځانه دفاع وکړي او له هغې ځایه چې پرې ډزې کېږي په نښه یې کړي.

ورځپاڼې د یو افغان امنیتي چارواکې له خولې ویلي چې د پېښې پر مهال په سیمه کې جګړه روانه وه او په جګړه کې داسې پېښیږي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د جګړو او په کې د امریکا د هوايي ځواک د رول زیاتیدو ته اشاره کړې او لیکي:

هر څومره چې جګړې زیاتېږي او په کې د امریکا د هوايي ځواکونو ونډه پراخېږي ورسره د دا ډول پېښو امکان هم زیاتېږي.

ورځپاڼه وايي، ارزګان یو داسې ولایت دی چې وروستیو کې په کې جګړې زیاتې شوي او ان ځینو فکر کاوه چې ښايي دا ولایت د وسله‎والو طالبانو له خوا ونیول شي.

دا ورځپاڼه د یو افغان له قوله وايي، کله چې پر دې پولیسو د امریکا هوايي ځواک بمباري کوله د دوی د پولیسو یونیفورم په تن و.

خو یو شمېر نورو افغان او امریکايي چارواکو بیا دې ورځپاڼې ته ویلي، کله چې جګړې روانې وي او افغان او نړیوال ځواکونه له هرې خوا تر برید لاندې وي په داسې وضعیت کې د دوست او دښمن پېژندل هم اسانه کار نه دی.

د نیشنل انټرسټ خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې بیا یوه بله مسئله څېړلې او هغه دا چې په افغانستان کې د پخواني شوروي ماتې د سوریې د کړکېچ په اړه څه درسونه لري.

ورځپاڼه لیکي:

هغه بحران چې د پخواني شوروي له وتلو وروسته ورسره افغانستان مخ شو نن له ورته بحران سره سوریه مخ ده.

د ورځپاڼې په وینا دا کېسه چې د افغان مجاهدینو بېلابېلې ډلې څنګه د پخواني شوروي په وړاندې یو موټی شوې او وجنګیدې ټولو ته په یاد ده خو کله چې همدا ډلې د شوروي له ماتې وروسته د افغانستان ښارونو ته ننوتې نو خپلو کې له یو بل سره ونښتې او کورنۍ جګړې یې پیل کړې.

XS
SM
MD
LG