د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

راشد: افغانستان سره د هند د ۱۷۰ زره ټنه غنمو مرسته ارزښتمنه ده


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له دغه هېواد سره د هندوستان د ۱۷۰ زره ټنه غنمو د مرستې ژمنه مهمه او ارزښتناکه بولي.

یاد وزارت وايي چې د هندوستان د غنمو مرسته کولای شي د دې هېواد یوه اندازه اړتیا راکمه کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف‌الله راشد د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې هندوستان له دې وړاندې د ۵۰۰ زره ټنه غنمو مرستې ژمنه کړې او دا غنم هم د هغو مرستو یوه برخه ده.

ښاغلي راشد یې په اړه وویل:

"دا اندازه غنم په داسې وخت کې چې موږ د حاصلاتو په ټولولو لګیا یو او طبعاً موږ هر کال د غنمو اخیستلو ته هم اړتیا لرو، د هندوستان مرسته ډېره مهمه او ارزښتناکه ده."

هندوستان څه موده مخکې له افغانستان سره د پنځه لکه ټنه غنمو مرسته اعلان کړې چې د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې دا مرسته په دوو پړاوونو کې هېواد ته رسېدلې ده.

د افغانستان اقتصاد وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي چې هندوستان د ۱۷۰ زره ټنه غنمو مرستې موافقه کړې او هغه به د ایران د بندر عباس له لارې افغانستان ته راولېږدوي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان هر کال شپږ میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لري چې څه باندې یو میلیون ټنه‌یې له هېواده بهر اخلي.

یاد وزارت وايي، دا مهال په هېواد کې د غنمو ۹ ذخیرې شته چې په بېړنیو حالاتو کې ترې استفاده کېږي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله واحدیار دا مرستې په لنډ مهال کې د افغانستان لپاره ګټورې ګڼي، خو وايي، په اوږد مهال کې افغانستان باید پر ځان د بسیا کېدو هڅې وکړي.

عبدالله واحدیار
عبدالله واحدیار

هغه زیاته کړه:

"افغان حکومت په تېره بیا د کرنې او مالدارۍ وزارت باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي ځکه افغانان چې له يوازني شي ځورېږي هغه د لومړنيو خوراکي توکو نه‌شتون دی، موږ کولای شو چې د کرنې دا برخه پیاوړې او د خپل هېواد کرنه په پښو ودروو."

ښاغلی واحدیار وړاندیز کوي چې افغان حکومت باید د کرنې تر څنګ د هېواد اقتصادي او تولیدي برخې ته هم لازمه پاملرنه وکړي، تر څو افغانستان په بهرنیو مرستو خپله اتکا کمه کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د غنمو له پلوه‌یې د هېواد پر ځان د بسیا کېدو طرحه ترتیب کړې چې له مخې به‌یې افغانستان تر ۲۰۲۲ زېږدیز کاله په خپل ځان بسیا شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG