د لاسرسي لېنکونه

د قرغرستان ولسمشر دفتر وايي، ولسمشر الماس بیک اتمباییف چې د زړه د احتمالي ناروغۍ له کبله د ډاکتر تر څارنې لاندې دی، د اکټوبر تر لومړۍ نېټې کار ته نه‌ستنېږي.

د قرغزستان د جمهوري ریاست په اعلامیه کې ویل شوي دي چې ۶۰ کلن اتمباییف په استانبول کې په یو هوټل کې دی او روغتون ته‌یې د انتقال اړتیا نه‌شته.

د دوشنبې په ورځ د اتمباییف مطبوعاتي دفتر ویلي و چې ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته خپل سفر لغوه کړی، ځکه د سفر پر مهال‌یې په سینه کې د درد احساس کاوه.

د چارواکو په وینا د ډاکترانو په لومړنیو معایناتو کې ویل شوي چې په اتمباییف کې د زړه د ناروغۍ علامې لیدل کېږي.

الماس بیک اتمباییف د ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې د قرغزستان ولسمشر دی.

XS
SM
MD
LG