د لاسرسي لېنکونه

روسیه وايي، د سوریې حکومتي ځواکونو چې د روسیې هوايي ځواک‌یې ملاتړ کوي د حلب په شمالي څنډه کې د ترهګرو د یو یرغل په وړاندې ځواب ویلی.

د روسیې د دفاع وزارت وايي، د سې شنبې په ورځ د الشقیف سیمه کې په دې جګړه کې څلوېښت تنه وسله‌وال وژل شوي.

دوی ویلي چې په دې جګړه کې د وسله‌والو یو شمېر موټرې هم له‌منځه تللي دي.

روسیې ویلي، دا د سوریې د حکومتي ځواکونو لپاره بې معنی ده چې په یو اړخیزه توګه اوربند مراعت کړي په داسې حال کې چې یاغیان بریدونه کوي.

په عین حال کې د امریکا حکومت حلب ته نېږدي د مرستو پر کاروان برید غندلی چې د فعالانو په وینا په‌کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو تائید کړې چې د مرستو کاروان باندې برید شوی، خو دا لا تائید شوې نه‌ده چې دا برید د چا الوتکو کړی دی.

XS
SM
MD
LG