د لاسرسي لېنکونه

د نړۍ مشران نن په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۱ کلنۍ عمومي غونډې لپاره راټول شوي دي.

د نړۍ د دولتونو او حکومتونو ۱۳۵ مشران او لسګونه وزیران به د سېپټمبر تر ۲۶ نېټې په نړۍ کې پر روانو یو شمېر کړکېچونو خبرې وکړي.

په دې کې د سوریې شخړه، په نړۍ کې د اسلامي سخت دریځو له‌خوا بریدونه او د هغو کډوالو مسئلې شاملې دي چې له جګړو او بې‌وزلۍ نورو هېوادونو ته تښتي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون او د امریکا ولسمشر بارک اوباما به نن د وروستي ځل لپاره د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته ویناوې وکړي.

ډېر مشران لا دمخه د ملګرو ملتونو په هغې سرمشریزه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلي چې په‌کې په نړۍ کې د پنځه شپېتو میلیونو څخه د زیاتو کډوالو په وړاندې د منظم او بشري چلند اعلامیه تصویب شوه.

تمه کېږي چې نن د دې سرمشریزې په دوام چې ولسمشر بارک اوباما راغوښتې نور پاخه پرمختګونه هم وشي.

همدارنګه ویل کېږي چې شاوخوا څلوېښت هېوادونه به د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د مرستو نوي وړاندیزونه وکړي.

تمه کېږي څو په نیویارک کې د نن ورځې په پیل کې روسي او امریکايي ډیپلوماټان د سوریې د ملاتړ نړیوالې ډلې د یوې غونډې مشري وکړي.

په دې ډله کې هغه هېوادونه شامل دي چې په سوریه کې د بېلابېلو مخالفو لورو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG