د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت وایي چې د کانونو څخه د سمې ګټې اخیستنې په هدف‌یې یو لړ اقدامات پيل کړي دي.

د دغه وزارت ویاند محی‌الدین نوري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په هغو سیمو کې چې کانونه موجود دي او امنیتي وضعیت‌یې ښه نه‌دی د قراردادونو بېرته څېړنه‌یې پیل کړې ده.

ښاغلی نوري وایي چې دغه وزارت به په نا امنو سیمو کې د کانونو د استخراج قراردادونه ونه‌کړي.

دی زیاتوي:

"موږ د ټولو هغو سیمو چې امنیتي وضعیت په‌کې سم نه‌دی د قراردادونو څېړنه پیل کړې ده چې یا یې قراردادونه تعلیق کړو یا یې اصلاح کړو او یا یې د یوې مودې لپاره وځنډوو."

ښاغلی نوري زیاتوي چې د امنیتي ارګانونو سره په ګډه‌یې یوه امنیتي کمېټه جوړه کړې چې تر اوسه‌یې په بدخشان، سمنګان، پروان او فراه ولایتونو کې ځیني منرالي سیمې له وسله‌والو مخالفینو څخه نیولي دي.

XS
SM
MD
LG