د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي تېره شپه ناوخته د جلال‌اباد-تورخم په لویه لاره د بټي کوټ ولسوالۍ د شینوارو کلا په سیمه کې د يوې ټرافيکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دغه پېښه د دوو موټرو د ټکر له امله شوې چې په وژل شویو کې دوه تنه د یوې کورنۍ غړي و.

همدارنګه د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې هم د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۳ کسان ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي ویاند صميم خپلواک ازادي راديو ته وويل چې نن سهار اووه بجې او دېرش دقيقې د احمد شاه ابدالي ټرانسپورټي شرکت پورې اړوند يو ٣٠٣ موټر چې د کندهار ولايت څخه هرات ته پر لاره وو، د ميوند ولسوالۍ د ملنګ کارېز په سيمه کې د تېز سرعت له کبله د سړک څخه اوښتى چې په نتيجه کې یې ١٣ تنه ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې په ټپیانو کې اووه تنه نارينه، دوه ښځې او څلور ماشومان دي.

د خپلواک په وينا ټپيان شوي مسافر د درملنې لپاره ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

XS
SM
MD
LG