د لاسرسي لېنکونه

په جوزجان کې پرون دوشنبه د افغانستان د ولسمشر مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ساتونکو پر یوه کاروان وسله‎واله حمله وشوه.

د جوزجان امنیه قوماندان رحمت‌الله ترکستاني د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې وسله‎والو کسانو د خواجه دو کوه ولسوالۍ په رحمت‌اباد کلي کې کمین نیولی وو.

د ښاغلي ترکستاني په وینا د وسله‎والو کسانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته کې د ښاغلي دوستم د ساتونکو ډلې ته تاوان نه‎دی رسېدلی خو په سیمه کې داسې نښې لیدل کېږي چې ښايي وسله‎وال کسان په‎ دې حمله کې وژل شوي یا زخمیان شوي وي.

XS
SM
MD
LG