د لاسرسي لېنکونه

د قرغزستان جمهور رئیس الماس بېک اتمبایف د سینې د درد له امله نیویارک ته خپل سفر لغوه کړ.

ټاکل شوې وه چې ولسمشر اتمبایف د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو د مشرانو په څېر نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې کې د ګډون لپاره نیویارک ته ولاړ شي.

خو د هغه مطبوعاتي دفتر ویلي چې په سینه کې د شدید درد له امله‌یې نیویارک ته پرواز لغوه شو او د ترکیې په استانبول ښار کې یې بېړنۍ ناسته وکړه.

د هغه مطبوعاتي دفتر ویلي چې ډاکټران د زړه د حملې امکان شک لري.

ولسمشر الماس بیک اتمبایف ۶۰ کلن او اوس‎مهال ترکیه کې تر عاجلې درملنې او د ډاکټرانو تر څارنې لاندې دی.

XS
SM
MD
LG