د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په زابل کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يې د القاعده شبکې يو مرکز له منځه وړی او د دې ډلې پنځه پاکستاني وسله وال يې وژلي دي.

د دغه ریاست لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو عملیاتو پرمهال دوه نور وسله وال هم نیول شوي دي.

ملي امنیت ریاست وایي چې د عملیاتو پرمهال یې له یاد مرکز څخه یو زیاته اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړې دي.

د ملي امنیت ځواکونو تر دې وړاندې هم د وسله والو د ځپلو په هدف عملیات ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG