د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

روښنایۍ غورځنګ ته د افغان مدني ټولنو او بنسټونو وړاندیزونه


یو شمېر مدني فعالان او بنسټونه له افغان حکومت او روښنايۍ غورځنګ څخه غواړي چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا په تړاو د مزاکراتو يو نوی پړاو د یوناما په منځګړیتوب پيل کړي.

یاد فعالان وايي، د هېواد اوسنی امنیتي حالت او د وسله والو مخالیفنو ګواښونو ته په پام سره په کار ده چې د خلکو د پراخو لاریونو مخنیوی وشي.

دوی وايي، د وسله والو مخالیفونو له لورې امنیتي ګواښونو او د روښنايۍ غورځنګ په سیمو کې د طالب پلوه ډلو موجودیت ته په کتو د پراخه ولسي لاریونونو پرځای باید د حکومت سره خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د بشري حقونو او د مدني ټولنو د شبکې رئیس نعیم نظري د دوشنبې په ورځ د روښنايۍ غورځنګ او افغان حکومت څخه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب او د مدني ټولنو تر څارنې لاندې مذاکراتو ته غاړه کېږدي.

نعیم نظري
نعیم نظري

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان مدني ټولني او غړي وړاندیږ کوي چې دولت او د جنبش روشنایۍ د خلکو عالي شورا د خبرو لپاره د یوه شفاف میکانیزم د جوړېدو په اړه خپله اراده څرګنده کړي، د ملګرو ملتونو په منځکړیتوب او د مدني ټولنو په نظارت سره د مخامخ خبرو لاره خپله کړي."

ښاغلي نظري د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اړیکو نږدې والي ته په اشارې سره وايي چې د افغانستان د نظام مخالفین، افغان ولس او نظام ته په زیان رسولو کې هره ممکنه لاره لټوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روښنیايۍ غورځنګ لخوا افغان حکومت ته د دوی د غوښتنو د عملي کولو لپاره له ټاکل شوي نېټې څخه ۱۵ ورځې اوړي او دغه غورځنګ خبرداری ورکړی چې دوی به يوځل بیا مدني حرکتونه وکړي.

له دې وړاندې د روښنایۍ غورځنګ د سالنګ له لارې د ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د انتقال په اعتراض کې مظاهره وکړه چې په کې د انتحاري حملو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واووښته.

د همزنګ حمله کې لسګونه کسان ووژل شول
د همزنګ حمله کې لسګونه کسان ووژل شول

​د دغې حملي پړه داعش ډلې پرغاړه اخیستی وه، خو مدني فعالان وايي چې دغسې حملې باید بیا تکرار نشي او د لاریونونو پرمهال حکومت مسؤل دی چې د خلکو امنیت ونیسي.

دا چې د روښنايۍ غورځنګ به بیا لاریونونه ترسره کړي او که نه په دې اړه دوی وايي چې خپل دریځ به سبا ته اعلان کړي.

دغه شان مو وغوښتل چې په دې اړه د حکومت نظر هم ولرو، خو دوی په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه، خو تر دې مخکې حکومت د موظف پلاوي د نظرونو په پام کې نیولو سره له ترکمنستان څخه د انتقالي برېښنا د لوري لپاره د سالنګ لار تر ټولو ښه او کم مصرفه ګنلې وه.

څلور ورځي مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په يوه راپور کې د افغانستان امنیتې وضعیت د اندېښنې وړ وباله او په دغه هېواد کې یې د وسله والو ډلو فعالیتونه وغندل او دغه شان یې له افغان حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG