د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

وزیرستاني کډوال: وطن ته ستنېږو، خو امن او اسانتیاوې غواړو


په خوست کې د مېشتو وزیرستاني کډوالو قومي مشران وايي، هغه وخت به خپلو سیمو ته ستانه شي چې دوی لپاره په هغه ځای کې امن قایم شي او د ژوندانه لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

دوی بله ستونزه دا یادوي چې د پاکستان پوځ له‌خوا تر اوسه له خوست څخه وزیرستان او کورمې ته غځېدلې لارې تړلې پاتې شوي، نو دوی نه‌شي کولای چې په دې نېږدې لارو خپلو سیمو ته ولاړ شي.

دوی وايي، د پاکستان پوځ د علي زیو، څکمنیو او ځاځي میدان پر لارو هغو کسانو ته د بېرته ستنیدو اجازه ورکوي چې د پېښور یا بنو شناختي کارتونه یا پېژندپاڼې ولري، خو د وزیرستان خلکو ته پرې اجازه نه‌ورکوي.

یاد کډوال زیاتوي، په وطن کې يې نېږدې بازارونه ړنګ شوي او دوی لپاره په اوس وخت کې هلته د برېښنا، ښوونځي، اوبو او روغتون هېڅ ډول انتظام نه‌شته، نو ځکه دوی لاس په لاس واپسي نه‌کوي.

په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو یو تن مشر مولوي خان دراز داوړ ازادي راډيو ته وویل، تر څو چې په خپلو سیمو کې يې ځان، مال او عزت خوندي نه‌وي، دوی به خوست کې پاتې شي.

مولوي خان دراز داوړ زیاتوي:

"موږ ته د لارې ستره ستونزه ده، د علي زیو لاره ده، د شهرنو لاره ده، د ځاځي میدان لاره ده، دا د پاکستان حکومت بندې کړې دي، په دې لارو که د بنو یا پشاور شناختي کارټ ولري اجازه ورکوي، باالخصوص نورو خلکو ته شمالي وزیرستان ته اجازه نه‌ورکوي، تر څو چې مال، ځان او عزت يې خوندي نه‌وي واپسي نه‌کوي، بل کوم سهولتونه چې دي لکه اوبه، بجلي، روغتون دی، ښوونځی دی، د میرانشاه، میر علي او دیګانو بازارونه باالکل له خاورو سره برابر شوي دي، ټول ضرورتونه دا خلک له بنو څخه پوره کوي، تر هغې پورې چې دا شیان پوره نه‌وي، فکر نه‌کوم دا خلک به بېرته لاړ شي."

ډاکټر حیات محسود هم د دوی د بېرته ستنېدو پر وړاندې ستر خنډ په هغه ځای کې د ژوندانه د اسانیتاوو نه‌شتون ښيي او همدارنګه د «یو، ان، اېچ، سي، آر» یا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ غوښتنه کوي چې هغو کډوالو ته د بایو مېټرک پروسه بیا پیل کړي چې ځانونه‌يې نه‌دي ثبت کړي او له مرستو محرومه پاتې شوي دي.

حیات محسود وايي:

"دا خلک مکمل امن ته په هیله دي، تر څو واپس ولاړ شي، د خلکو د معلوماتو له مخې هلته هېڅ ډول سهولتونه نه‌شته، بجلي نه‌شته، هسپتالونه نه‌شته، سړک نه‌شته، امنیت پر ځای نه‌دی کله چې امنیت پر ځای شو، زموږ وطن دی خامخا موږ بېرته ځو، موږ سره «یو، ان، اېچ، سي، آر» ډېره مرسته وکړه، خو زموږ خلک ساده او بې تعلیمه دي، زموږ غوښتنه دا ده چې دا پاتې کسان بایو مېټرک شي، ځکه خلک ډېر مجبور دي چې مرستې ورسره وشي."

د زنګي محمد په نوم د سپین وام یو تن اوسېدونکی د راتلونکې ژمي لپاره کډوالو لپاره د ځینو مرستو غوښتنه لري.

دی وايي:

"زما نوم زنګي محمد دی، حکومت ظلم کوي، اپرېشنونه‌يې وکړل، خلک‌يې به کاره او بې‌کوره کړل، څوک افغانستان ته لاړل، څوک بنو ته ولاړل، زموږ خو هغه جرګه هم ځانته نه‌پرېږدي چې موږ وغواړي، ژمي ته مو لرګي لګېږي، خیمه لګېږي، پټونی لګېږي، ژمي ته خو هېڅ شی هم نه‌شته."

دوی وايي، د بایو مېټرک له راجسټره د بېلابېلو تبلیغاتو له کبله تر نیمايي زیات کډوال پاتې شوي دي او له همدې کبله دې خلکو سره دا پنځه میاشتې مرستې نه‌کېږي.

د کډوالو یو بل تن مشر ملک حبیب خان غوښتنه کوي چې «یو، ان، اېچ، سي، آر» دې یو ځل بیا دا پروګرام پیل کړي.

ښاغلی حبیب خان وايي:

"د ژمي لپاره ګرمې جامې غواړو، بوټونه غواړو، کمپلې غواړو، لرګي غواړو، له سره دي بیا بایو مېټرک شروع شي، ځکه هغه پاتې خلک هم بایو مېټرک کوي، دوی ته اول خلکو غلط تبلیغات وکړل، د هغه په وجه‌يې له بای مېټریک ځانونه پرېښوول."

بل‌خوا د خوست ځايي چارواکي وايي چې وزیرستاني کډوال په خپله خوښه خوست کې مېشت شوي او تر کومه چې دوی اوسېږي، ځايي اداره او نورې مرستندویه مؤسسې به ورسره د امکاناتو په چوکاټ کې مرسته کوي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي چې د وزیرستانیو کډوالو د پاتې کېدو او ستنېدو پرېکړه د دوی خپله ده او تر کومه چې په دې سیمه کې دي، دوی د خوست د خلکو مېلمانه دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG