د لاسرسي لېنکونه

په بلخ ولایت کې د قره‌قل پوستکي ادارې مسئولان وايي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپا ته د قره‌قل پوست صادرات کم شوي دي.

د دې ادارې مدیر محمد عارف وايي چې تېر کال‌یې ۳۲۷ زره جلده د قره‌قل پوستکي د منځنۍ اسیا او اروپايي هېوادونو ته صادر کړي و، خو په روان کال کې تر دې دمه یوازې نېږدې ۹۰ زره جلده د قره‌قل پوستکي صادر کړي دي.

ښاغلي عارف وویل چې د قره‌قل پوستکو ته د نړیوال بازار نه‌شتون له امله د دوی صادرات هم کم شوي دي.

هغه په تېرو شپږو میاشتو کې د قره‌قل پوستکي د صادراتو په اړه وویل:

"موږ په تېر کال کې حدوداً ۳۲۷ تر ۳۲۸ زره جلده د قره‌قل پوست نړیوالو بازارونو ته عرضه کړل، خو اوس یوازې ۲۲ زره منځنۍ اسیا او ۷۸ زره اروپايي هېوادونو ته استول شوي دي."

په بلخ ولایت کې د قره‌قل پوست ادارې مسئولان وايي چې د سیمې په ځینو هېوادونو کې د اقتصادي کمزوریو د رامنځته کېدو او نا امنۍ د زیاتوالي له امله په نړیوال بازار کې هم د قره‌قل پوست تقاضا کمه شوې ده.

په بلخ کې د قره‌قل ادارې مدیر وايي دوی هڅه کوي تر څو د خپلو صاداراتو کچه لوړه کړي.

هغه په دې اړه وویل:

"تر دې دمه هوا لا نه‌ده سړه شوې چې ډېر وپلورل شي، خو په ځینو هېوادونو کې اقتصادي ضعف او نا امني لامل شوې چې په نړیوال بازار کې د قره‌قل پوست پر تقاضا منفي اغېزه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې له غالیو وروسته د افغانستان په شمال زون کې د قره‌قل پوستکي نړیوالو بازارونو ته د عمده صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي چې مسؤلین‌یې په نړیوالو بازارونو کې د تقاضا له نشتوالي اندېښنه څرګندوي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG