د لاسرسي لېنکونه

د پاکستان د پخواني وزير اعظم يوسف رضا ګېلاني زوى حيدر علي ګېلاني وايي چې تښتوونکي يې پنجابيان او د القاعده ترهګريزې ډلې غړي و.

​ښاغلي ګېلاني د يکشنبې په ورځ په هغې سيمه کې چې نامعلومو وسله‌والو ترې تښتولى و، له رسنيو سره په خبرو کې د خپلو تښتوونکو په اړه معلومات ورکړل او ويې‌ويل، چې "هغوى د القاعده ترهګريزې شبکې غړي او د پنجاب اوسېدونکي و."

نوموړى په دې اړه وايي چې د پوځ له مشر او همداراز له وزير اعظم نواز شريف سره په ليدنه کې يې هغوى ته د تښتوونکو په اړه معلومات ورکړي.

علي حیدر: کومو سهولتکارانو چې زما د تښتوونکو سره مرسته کوله هغه د القاعده غړي، ټول پاکستانيان و او د پنجاب اوسېدونکي و.

علي حیدر: کومو سهولتکارانو چې زما د تښتوونکو سره مرسته کوله هغه د القاعده غړي، ټول پاکستانيان و او د پنجاب اوسېدونکي و.

دی زیاتوي:

"کله چې مې له وزير اعظم صيب او جنرال راحيل شريف سره وليدل، نو په ټولو ليدنو کې مې ورته وويل چې کومو سهولتکارانو زما د تښتوونکو مرسته کوله هغه د القاعده غړي، ټول پاکستانيان و او د پنجاب اوسېدونکي و، دې تښتوونکو چې زه کله فيصل‌اباد ته بوتلم، نو هلته‌يې ما سره خپل تعرف وکړل او ويې‌ويل چې دوى د القاعده ډلې غړي دي."

حيدر ګېلاني همدا شان په ټولو سياسي ګوندونو غږ وکړ چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره يو موټى شي، څو په راتلونکي کې د تښتوونو او وژنو لړۍ پاى ته ورسېږي.

نامعلومو وسله‌والو حيدر ګېلاني، د ٢٠١٣ میلادي کال په مې کې هغه وخت تښتولى و چې نوموړى په خپلې پلرنۍ سيمې د پنجاب صوبې د ملتان ښار په خرم ټاون نومي سيمه کې د خپل ګوند "پيپلز ګوند" د انتخاباتي کمپاين په ترڅ کې جوړې شوې غونډه کې ګډون کاوه.

نوموړى بيا نېږدې درې کاله وروسته د ٢٠١٦میلادي کال د مې په ١٠مه نېټه په افغانستان کې د افغان او امريکايي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د ترهګرو له منګولو ازاد او بيا وروسته په يوې ځانګړې الوتکه کې لاهور ته ورسول شو.

نامعلومو وسله‌والو حيدر ګيلاني، د ٢٠١٣ میلادي کال په مې کې تښتولى و.

نامعلومو وسله‌والو حيدر ګيلاني، د ٢٠١٣ میلادي کال په مې کې تښتولى و.

له بلې‌خوا بيا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په مې کې د افغان او امريکايي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د حيدر ګېلاني ازادول ستايلي وو او هيله‌يې ښودلې وه چې درې واړه هېوادونه کولاى شي له سيمې څخه د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ګډ کار وکړي.

دغه وزارت همداراز ويلي وو چې ترهګرو ته به اجازه ورنه‌کړو چې حکومتونه يرغمل وساتي.

ده وویل:

"ترهګرو ته به اجازه ورنه‌کړو چې حکومتونه يرغمل وساتي."

د يادونې وړ ده چې علي حيدر ګېلاني په روان ٢٠١٦ میلادي کال کې دوهم پاکستانی سياستوال دی چې د تښتوونکو له منګولو راخوشې کېږي.

تر دې وړاندې د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تأثیر زوی شهباز تأثیر زوی تر پنځه کاله تري تم کېدو وروسته په مارچ مياشت کې راخوشې شو.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG