د لاسرسي لېنکونه

ازبکستان له قرغزستان سره د پولې له هغې لانجمنې برخې خپل پولیس او پوله ساتونکي بېرته په شا کړي چې شاوخوا یوه میاشت مخکې یې په سیمه کې ځای پرځای کړي و.

د قرغزستان د سرحدي ځواکونو اداره وایي، ازبک امنیتي ځواکونه د یکشنبې په ورځ د اونکور تو له غره چې د مرکزي اسیا د دواړو هېوادونو د سرحد په اوږدو کې لانجمنه سیمه ده، ووتل.

د سرحدي ساتونکو د ادارې په وینا دغو ځواکونو د ازبک او قرغز چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته سیمه پریښوده.

د اګست په ۲۲ د ازبکستان د پولیسو افسران د هلیکوپټرو په ذریعه په اونکور تو کې چې د قرغزستان د راډیو او ټلویزیون ترانسمیتر نصب دی، ځای پرځای شوي و.

دغو پولیسو د قرغزستان څلور اتباع په دې تور چې په غیر قانوني توګه د ازبکستان خاورې ته ننوتي، نیولي و.

دغه قرغزیان له خوشې کېدو وروسته د سپټمبر په اتمه بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.

XS
SM
MD
LG