د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د انتخاباتو نوې طرحه د کابینې له تصویب وروسته د ولسمشر غني له‌خوا توشېح شوې ده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال نن ازادي راډيو ته وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته هم سپارښتنه شوې چې د درېیو میاشتو په اوږدو کې د حوزه بندۍ په اړه لازم اجرات وکړي او کابینې ته خپل راپور وړاندې کړي.

نوموړي وویل چې په قانون کې تک کرسۍ سيسټم هم ځای پر ځای شوی دی.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې تر اوسه د ولسمشر غني فرمان په رسمي ډول دوی ته نه‌دی رسېدلی.

XS
SM
MD
LG