د لاسرسي لېنکونه

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت ته کتنه کړې او د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشرهغو څرګندونو ته یې پام اړولی چې څوکاله مخکې یې د افغانستان د جګړې په اړه کړې وې.

د نیویارک ټایمزپه لیکنه اوباما اته کاله مخکې ژمنه کړې وه چې په عراق کې به جګړه په تدریجي ډول پای ته ورسوي او په افغانستان کې د طالبانو د ماتولو لپاره به هڅې دوه چنده کړي.

د ورځپاڼې په وینا اوباما یوه انتخاباتي کمپاین ته په وینا کې ویلي و چې د ولسمشر په توګه د القاعده او طالبانو پرضد مبارزې ته به کاري لومړیتوب ورکړي.

هغه همداراز ویلي و چې موږ باید په دغه جګړه کې بریالي شو.

د نیویارک ټایمز په لیکنه ښاغلي اوباما دا هم ویلي و چې دوامداره سوله یوازي د طالبانو له ماتولو سره تړاو نه لري بلکې د ده په باور دا مسئله له افغانانو سره په مرستې پورې چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي، پورې هم تړلې ده.

خو د مطلب د لیکوال په باور اوس چې د اوباما د ولسمشرۍ دوره په ختمېدوده، دغو اهدافو ته رسېدل ډېره فاصله لیري.

نیویارک ټایمز لیکي، د افغانستان پر جګړې د امریکا د مالیې ورکونکو څه باندې اته سوه میلیارډ ډالره لګېدلي دي.

د ورځپاڼې په وینا په دغو پیسو کې ۱۱۱ میلیارډ ډالره هم شامل دي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړې شوي.

ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان حکومت هم کمزوری، فاسد او په داخلي رقابتونو کې راګیردی.

د دې هېواد اقتصاد هم له ستونزو ډک دی.

نیویارک ټایمز لیکي، طالبان پر لیرې پرتو سیمو خپله ولکه ټینګوي او د افغانستان پر پلازمېنه کابل وحشیانه حملې کوي.

ورځپاڼې د بارک اوباما د ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، له خولې لیکلي چې ویلي یې دي، داسې نه ښکاري چې افغان امنیتي ځواکونه دې وکولای شي په نږدې راتلونکې کې طالبانو ته ماتې ورکړي.

دغه چارواکي داهم ویلي چې داهم نه ده روښانه چې طالبان به ستراتیژیک اهدافو ته ورسېږي او کنه؟

پاکستان ټوډې:

پاکستان ټوډې ورځپاڼې د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف هغو څرګندونو ته پام اړولی چې پر افغانستان د امریکا د پوځي حملي د ملاتړ لپاره یې کړې وې.

د ورځپاڼې په وینا مشرف ویلي، پاکستان په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د حملې له ملاتړ پرته بل انتخاب نه درلود.

هغه دا خبره بریتانیا ته په وروستي سفرکې کړې او ویلي يې دي چې د سپټمبر د یوولسمې له حملو وروسته نړۍ په بشپړ ډول تغیر کړی و.

ورځپاڼې د مشرف له قوله لیکلي چې ویلي یې دي، هند تیاردی چې خپلې هوايي اډې امریکا ته ورکړي حال داچې د ده په وینا پاکستان امریکا ته اجازه نه وه ورکړې چې د دې هېواد له هوایي اډو پر افغانستان د حملې لپاره کار واخلي.

XS
SM
MD
LG