د لاسرسي لېنکونه

په بلخ ولایت کې یوه کس خپله کوژدن او خواښې وژلې دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ امنیت امر عبدالرزاق قادري وايي، حمدالله تېره شپه په ډزو خپله کوژدن او خواښې د نا معلومو دلایلو له کبله وژلي دي.

ښاغلی قادري وايي، که څه هم حمدالله په تېښته بریالی شوی، خو د پېښې په تړاو یې دوه کسه نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د بلخ د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په دغه ولایت کې د جنایي جرمونو د زیاتېدو خبر ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG