د افغانستان جمهوري ریاست داعش ډله یو ګډ ګواښ ګڼي او وايي، د دغې ډلې پر وړاندې مبارزه د سیمې ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
جمهوري ریاست وايي، په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې داعش ډله سخته ځپل شوې او فعالیتونهیې هم ډېر کمزوري شوي دي.
د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې داعش یو ګډ ګواښ دی او د دغې ډلې د لهمنځه وړلو لپاره د سیمې ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.
ښاغلی چخانسوري وايي، افغان امنيتي ځواکونه به هېڅ ترورېستي ډلې ته اجازه ورنهکړي چې په افغانستان کې پټن ځایونه جوړ او خلک ورته جذب کړي.
هغه زیاته کړه:
"د څو میاشتو وړاندې عملیاتو په ترڅ کې د داعش وسلهوالې ډلې ته درانه تلفات اوښتي و او داعش چې څرنګهیې مخکې فعالیت درلود، په هغه کچه فعالیت نهلري،خو یو سیمهییز ګواښ دی، د سیمې او نړۍ همکاري لازمه ده چې ورسره مبارزه وکړو."
دغه څرګندونې تر دې وروسته کېږي چې د افغانستان لپاره د روسيې ځانکړي استازی ضمیر کابلوف له روسي رسنیو سره په خبرو کې په افغانستان کې داعش د روسيې د امنیت لپاره ګواښ یاد کړی دی.
کابلوف ویلي چې په افغانستان کې د داعش ډلې لپاره د جذب پروسه روانه ده او که چېرې یې مخه ونهنیول شي، نو د سیمې هېوادونه به له سختو امنیتي تهدیدونو سره مخامخ شي.
روسيې وړاندې هم په افغانستان کې د داعش د فعالیت او د دغې ډلې د خطرونو په اړه مرکزي اسیا ته خبرداری ورکړی و.
وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې روسیه په افغانستان کې د داعش ډلې د لهمنځه وړلو په هدف له طالبانو سره استخباراتي همکاریو کې زیاتوالی راوستی، خو روسيې او طالبانو دواړو دغه راپورنه رد کړل.
افغان حکومت د امریکايي ځواکونو په همکاري د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې د لهمنځه وړلو په هدف پراخ عملیات تر سره کړل چې د چارواکو په وینا داعش ډلې تهيې درنه مرګ ژوبله واړوله.
خو یو شمېر کارپوهان وايي چې اوس هم داعش د افغانستان په یو شمېر سیمو کې شته او د دوی په خبره کهيې د فعالیتونو مخه ونهنیول شي، نو د وخت په تېرېدو سره به افغانستان او د سیمې هېوادونو لپاره په یو جدي ګواښ بدل شي.
سیاسي کارپوه اسحاق اتمر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د وخت په تېرېدو سره داعش کولای شي چې د پښو ځای ځان ته پیدا کړي او له دغې لارې منځنۍ اسیا، ایران او د سیمې یو شمېر هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي، که څه هم چې په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان په ختیځ کې د داعش وسلهوالې ډلې پر وړاندې عملیات تر سره شول، خو لاهم د افغانستان ختیځ په بشپړ ډول د داعش ډلې له کسانو نه پاک نهدی."
ښاغلي اتمر زیاته کړه، که حکومت او نړیواله ټولنه د یوې منظمې ستراتیژۍ او اوږد پلان په درلودلو سره د داعش ډلې په وړاندې اقدام ونهکړي، نو نهشي کولای چې په راتلونکي کې په سیمه او نړۍ کې د دغې ډلې د ګواښ مخه ونیسي.
راپور: ابراهیم صافی