د لاسرسي لېنکونه

یو ایرانی بایسکل ځغلوونکی د ریو دي جینیرو د پارالمپیک بایسکل ځغلولو په یوه مسابقه کې چې د یوې پېښې له امله سخت ټپي شوی و، مړ شو.

د پارالمپیک تنظیموونکې کمېټې دغه ایرانی، ۴۸ کلن سرفراز بهمن ګلبارنژاد یاد کړی او ویلي یې دي چې هغه پر لاره له ټکر وروسته له یوې غونډۍ لاندې ولوېد او غاړه‌یې ژوبله شوه.

تنظیموونکي ویلي هغه ته د پېښې په ځای کې لومړني روغتیایي خدمات رسېدلي او وروسته د ریو دي جینیرو یوه روغتون ته انتقال شوی و.

د پارالمپیک دغې کمېټې ویلي چې هغه له انرژۍ او مینې ډک داسې یو لوبغاړی و چې هڅه‌یې کوله د ایران نوم لوړ کړي او په دې لاره کې یې هم خپل ژوند ورکړ.

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د هغه پر مړینې ژور خفګان څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG