د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلین وایي چې سږ کال د سویابینو په محصولاتو کې ۵۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د دغه وزارت ویاند لطف‌الله راشد نن ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې سږ کال د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې ۶ زره مټریک ټنه سویابین تولید شوي وو حال دا چې تېر کال‌یې د تولید کچه ۴۰۰۰ ټنه وه.

هغه زیاته کړه:

"د دې بوټي د کښت یو هدف د خوارځواکۍ پر وړاندې مبارزه ده او د افغانستان په هغو سیمو کې چې خلک بې‌وزله دي، هغوی ته د پروتیني سرچینو برابرول دي."

ښاغلی راشد وایي چې افغانستان هر کال څه باندې ۳ زره مټریک ټنه د سویابینو محصولاتو ته اړتیا لري.

نوموړی د سویابینو د حاصلاتو د زیاتېدو لامل په یاده برخه کې ۱۷ زره بزګرانو ته روزنه او د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې وېش یاد کړ.

XS
SM
MD
LG