د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

افغانستان کې د کانګو ناروغۍ پراخېدو په اړه اندېښنې


د افغانستان عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کانګو ناروغۍ موجودیت تائیدوي او وايي چې په دې وروستیو کې د دې ناروغۍ مثبتې پېښې څه باندې ۷۰ ته رسېدلي دي.

یاد وزارت وايي، تر اوسه په دغې ناورغۍ ۷۱ کسان اخته شوي چې په دې تازه شپو ورځو کې له دې امله ۵ کسان مړه شوي هم دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال احمد جان نعیم وايي، که په دې ناروغۍ اخته کسان پر وخت روغتیایي مرکزونو ته ورسول شي، ناروغي یې د درملنې وړ ده.

ښاغلي نعیم د یکشنبې په ورځ د کانګو ناروغۍ د وروستي راپور په اړه ازادي راډیو ته وویل:

نعیم: دوه پېښې یې په هلمند او درې یې د غزني په ولایت کې ثبت شوي.
نعیم: دوه پېښې یې په هلمند او درې یې د غزني په ولایت کې ثبت شوي.

"د نویو شمېرو په اړه چې راپورونه لرو، دوه پېښې یې په هلمند او درې یې د غزني په ولایت کې ثبتې شوي دي، پخوا تر دې ۶۶ پېښې وې چې له دغو پنځو پېښو سره ۷۱ کېږي، دغه پنځه ناروغان کابل ته انتقال شول خو، ونه‌رغېدل."

پخوا تر دې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې د دغې ناروغۍ له امله په افغانستان کې ۱۲ کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د کانګو ناروغۍ مثبتې پېښې په دې وروستیو کې د هرات او بادغیس په ولایتونو کې ثبت شوي دي.

کانګو د انسانانو د بې احتیاطۍ له امله له څارویو څخه دوی ته لېږدول کېږي.
کانګو د انسانانو د بې احتیاطۍ له امله له څارویو څخه دوی ته لېږدول کېږي.

د دې وزارت مسؤلین وايي، کانګو د انسانانو د بې احتیاطۍ له امله له څارویو څخه دوی ته لېږدول کېږي.

په ورته وخت کې د کابل انتاني روغتون رئیس ډاکټر زلمي نورزي ازادي راډیو ته وویل، د کانګو ناروغۍ مخنیوي او درملنې ته کافي درمل او متخصصین لري او د اندېښنې وړ نه‌ده.

هغه زیاته کړه:

"ډاډ درکوم چې د خدای په فضل، موږ همدا اوس سرویس لرو، دوه ناروغان همدا اوس بستر دي چې روغتیايي وضعیت‌یې ښه دی، لکه نری رنځ چې تداوي کېږي، د دې ناروغۍ درملنه هم کېږي، له نیکه مرغه دغه امکانات اوس‌مهال په هېواد کې موجود دي."

پر همدې مهال د کرنې وزارت د وېترنرۍ رئيس محب‌الله حلیمي ازادي راډیو ته وویل، تدابیر یې نیولي چې د هېواد څاروي لرونکي سیمې ارزیابي او مالدارو ته د څارویو د ساتنې او پاکۍ په هکله د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي.

د چارو کارپوهان هم په دې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر اړین بولي او وايي چې په کار ده په دې اړه په کلیو او بانډو په ځانګړي ډول هغو سیمو کې چې مالداري ډېره ده خلکو ته لازم معلومات ورکړل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG