د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د مینیسوټا «Minnesota» د ایالت پولیس وايي، یو سړي اته کسان په یوه بازار کې د چاقو په ضربو ټپیان کړل.

پولیس وايي، برید کوونکي چې د یوه خصوصي شرکت د امنیتي کارکوونکو یونیفورم اغوستی و، د شمالي مینیسوټا په یو سرپټي بازار کې لږتر لږه اته کسان په چاقو ووهل او ټپیان‌یې کړل.

پولیس وايي، دا برید وړمه ورځ په سینت کلاود «St. Cloud» ښار کې وشو.

خبر زیاتوي چې بریدکوونکی د یوه پولیس په ډزو ووژل شو.

د سینت کلاود د پولیسو قوماندان بلیر اندرسن وویل دوی ته معلومه شوې ده چې بریدکوونکي پر یو تن له حملې مخکې له هغه پوښتلي و چې ایا مسلمان دی کنه، خو اندرسن دا یو ترورېستي برید ونه‌باله او ویې‌ویل چې د پېښې علت تر اوسه نه‌دی معلوم.

پخواني معلومات

د امریکا په شمالي مینيسوتا ایالت کې اته تنه وروسته له هغې په روغتون کې بستر شول چې د سوداګرۍ په یوه مارکېټ کې یوه حمله کوونکي په چړې ټپیان کړل، دا اته واړه برسېرن ټپیان دي.

دا پېښه پرون ناوخته په سنټ کلود ښار کې وشوه او مشکوک حمله کوونکی د یوه پولیس له‌خوا چې په وظیفه کې نه‌و، په ډزو ووژل شو.

د دې ښار د پولیسو مشر بلیر اندرسن وویل، حمله کوونکی چې پر چړې سمبال و، په وینا کې یې د خدای نوم ته اشاره کوله.

اندرسن زیاته کړه موږ تائیدو چې هغه مخکې له دې چې پر دوی د چړو ګزار وکړي لږ تر لږه له یوه‌یې پوښتنه کړې چې ایا دوی مسلمانان دي؟

د سنټ کلود پولیسو مشر دغه‌راز وویل چې دی دغه حمله یو ترورېستي عمل نه‌شي بللی ځکه د ده په وینا تر اوسه د دغې حملې انګېزه نه‌ده معلومه.

XS
SM
MD
LG