د لاسرسي لېنکونه

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما به سبا ته د عراق له صدراعظم حیدرالعبادي سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې تر څنګ وګوري.

دا کتنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د عراق حکومت له اسلامي دولت ډلې د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره پراخ تیاری نیسي.

د سپینې مانۍ د ملي امنیت مرستیال سلاکار بن روډس د جمعې په ورځ وویل چې دواړه مشران به دا فرصت ولري چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد او هم د موصل د ازادولو کمپاینونه وڅېړي.

د امریکا متحده ایالاتو روانه میاشت په داسې حال کې ۴۰۰ نور سرتېري عراق ته واستول چې د دې هېواد امنیتي ځواکونه د عراق پر دوهم ستر ښار حملې ته تیاری نیسي.

XS
SM
MD
LG