د لاسرسي لېنکونه

د اذربایجان په پایتخت باکو کې پرون د حکومت ضد مظاهره‌چیانو او پولیسو تر منځ شخړې وشوې.

مظاهره کوونکي د حکومت له‌خوا د پلان شوې ټولپوښتنې پر ضد راغونډ شوي وو.

دا ټولپوښتنه ولسمشر الهام علییف ته د لازیاتو صلاحیتونو د ورکولو او د هغه د واک د مودې د غځولو په اړه کېږي.

پولیسو د ازادي راډیو د ازري څانګې د دوو خبریالانو په ګډون ګڼ شمېر خبریالان توقیف کړي دي.

د اذربایجان په پرونۍ مظاهره کې تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور نه‌دي ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG