د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وایي، حکومت باید له فساد سره د مبارزې په برخه کې سیاسي ملحوظات په نظر کې ونه نیسي.

دغه اداره وايي، هغه اقدامات چې باید په تېرو دوو کلونو کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې شوې وای، نه دي ترسره شوي.

د شفافیت د څار بنسټ وایي، له ادارې فساد سره مبارزه باید د سیاسي ثبات قرباني نشي.

د دغې ادراې مشر سید اکرام افضلي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که چېري اصلاحات رانشي، ثبات تر پوښتنې لاندې راځې او په وینا یې چې دا کار به د خلکو او دولت ترمنځ واټن لاپسې پراخ کړي.

سید اکرام افضلي

سید اکرام افضلي

هغه زیاته کړه:

"له فساد سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان حکومت تر ډېره سیاسي موارد په پام کې نېولې دي، د دې پرځای هغه کسان چې په فساد کې ښکېل دي هغوی مجازات کړي، د سیاسي مواردو په پام کې نیولو سره اصلاحاتو ته هغسې چې لازمه وه پاملرنه نه ده کړې."

ښاغلی افضلي وایي، په تېرو کلونو کې د فساد مخینه، سیاسي مداخلات، حاکم معافیت، د ظرفیتونو کمښت او یو واحد لید لوري نشتون د دې سبب شوی چې له فساد سره مبارزه نتېجه ورنه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې یا سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې اوسنۍ ستونزې فساد، بې ثباتي، د وسله‎والو او په قدرت کې د ښکېلو ډلو ناقانونه کړنې دا ټول له یوه بل سره داسې تړلي چې له‎ منځه وړل یې ښايي ټول نظام وګواښي.

په همدې حال کې د شفافیت نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۶۶ هېوادونو په کتار کې له اخره درېیم په فساد ککړ هېواد یاد کړی دی.

یوازې سومالیا او شمالي کوریا ورڅخه په فساد کې مخکې دي.

خو د افغانستان حکومت په خپلو وروستیو اقداماتو کې له فساد سره د مبارزې لپاره یو شمېر اقدامات هم ترسره کړې چې له هغې جملې له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایې مرکز جوړول دي.

دغه مرکز یوه میاشت وړاندې په کار پیل کړی او دنده لري ترڅو د فساد اړوند ټولو دوسیو ته رسده ګي وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان له فساد سره د مبارزې عالي اداره هم دا مني چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې یو شمېر مصلحتونه په پام کې نیول شوي دي، خو وایي چې حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره قوي ارده لري.

د دغې ادارې رئیس سید حسین فخري ازادي راډيو ته وویل چې له فساد سره مبارزه هراړخیزو کارونو ته اړتیا لري.

سید حسین فخري

سید حسین فخري

هغه زیاته کړه:

"له ادارې فساد سره مبارزه په یوازې ځان نه کېږي بلکې یو اوږدمهاله پروګرام او د خلکو ملي بسیج ته اړتیا لېدل کېږي، اوسنۍ وخت کې یوازنۍ ستونزه جګړه ده او یو شمېر سیاسي مصلحتونه دي، خو په هر حال کې دولت ژمن دی چې په دې برخه کې به مبارزه کوي."

خو له ادارې فساد سره د مبارزې یو شمېر ادارې بیا وایي چې حکومت باید یوازې له فساد د مبارزې په برخه کې د مرکزونو په جوړولو بسنه ونه کړي بلکې باید د مجازاتو اصل په پام کې ونیول شي.

له اداري فساد سره د مبارزې د افغان شبکې مرستیال خان زمان امرخېل وایي، تر هغې چې په فساد د ښکېلو کسانو ملاتړ کم نشي په دې برخه کې به مبارزه نتیجه ورنه کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG