د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

فیصل: د طبیعي پېښو زیانمنو ته د مرستې رسولو چمتووالی نیول شوی


بغلان کې تېر کال د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور
بغلان کې تېر کال د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور

اجرائیه ریاست وايي، افغان حکومت د طبیعي پېښو زیانمنو ته د رسېدو لازم چمتووالی نیولای دی.

د یاد ریاست چارواکي وايي چې د بېړنیو حالاتو کمېټه او اړوند نورو ادارو د طبیعي پېښو څخه زیانمنو خلکو ته د رسېدو لپاره لازم تدابیر نیولي دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند یوه مرستیال جاوید فیصل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال په دې برخه کې د دولت بودجه لګېږي خو هڅه کېږي چې په دې برخه کې نړیوالې مرستې هم جذب کړي.

جاوید فیصل د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند
جاوید فیصل د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند

هغه زیاته کړه:

"موږ بېړنو حالاتو ته د رسېدو چمتووالی لرو، تر هغې ځایه چې د افغان حکومت وس دی له هغې استفاده کوو او هڅه دا ده چې د نړیوالې ټولنې بشر دوستانه مرستې هم په دې برخه کې همغږي شي."

دا په داسې حال کې ده چې ډېر وخت خلکو او افغان مدني فعالانو په حکومت انتقاد کړی چې چارواکو یې د طبیعي پېښو زیانمنو او بې ځایه شویو کډوالو ژوند ته پاملرنه نه ده کړې.

له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو همغږي کونکي ادارې ویلي چې په افغانستان کې روانو جګړو د څلورو کلونو راهیسې شاوخوا یو میلیون او دوه لکه کسان له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.

دې ادارې ویلي، شاید یوازې سږ کال د کورنیو بې ځایه شوو شمېره یو میلیون ته ورسېږي چې ممکن د ژمي په راتلونکي موسم کې به له جدي بحران سره مخ وي.

خو د افغانستان د بېړنیو حالاتو د کمېټې مرستیال محمد اسلم سیاس وايي، زیانمنو ته د مرستو رسولو پلان ترتیب شوی او د نړیوالې ټولنې په مرسته پلي کېږي.

ښاغلي سیاس د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل په ټولو ولایتونو کې د افغانستان د بېړنیو حالاتو کمېټې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

سیاس: زیانمنو ته د مرستو رسولو پلان ترتیب شوی او د نړیوالې ټولنې په مرسته پلي کېږي.
سیاس: زیانمنو ته د مرستو رسولو پلان ترتیب شوی او د نړیوالې ټولنې په مرسته پلي کېږي.

هغه زیاته کړه:

"موږ د ژمنیو حوادثو څخه د مخنیوي په خاطر د ژمي پلان ترتیب او بشپړ کړی چې دا پلان به د سکتوري وزارتونو او اړونده ادارو سره هم شریک شي."

په همدې حال کې د طبیعي پېښو په برخه کې متخصص فردین رسولي وايي چې افغانستان د تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په دې برخه کې د مدیریت له کمزورۍ سره مخ دی چې له امله یې د نورو هېوادونو په پرتله د طبیعي پېښو څخه ډېر زیانونه لیدلي دي.

نوموړی ټینګار کوي چې افغان حکومت باید دغې موضوع ته جدي پام وکړي او پرېنږدي چې خلک په ژمي کې له جدي طبیعي پېښو سره مخ شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG